شنبه, ۱۴ ذیحجه ۱۴۴۲هـ| ۲۰۲۱/۰۷/۲۴م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د چین او روسیې پر وړاندې د امریکا سیاست
بسم الله الرحمن الرحيم
د چین او روسیې پر وړاندې د امریکا سیاست

(ژباړه)

پوښتنه:

د بایډن په مشرۍ د امریکا نوي حکومت پر چین او روسیې لفظي بریدونه وکړل او په ورته وخت کې یې د مشارکت په ټینګښت او له ځینو هېوادونو سره د پخوانیو تړونونو د نوي کولو اقدام کړی دی. امریکا به د دغو دواړو هېوادونو (چین او روسیې) پر وړاندې کومه تګلاره خپله کړي او موخې به یې څه وي؟ ایا د دغه حکومت تګلاره به له پخوانۍ سره توپیر ولري؟

ځواب:

په پیل کې به د امریکا د نوي حکومت پر تګلارې خبرې وکړو او وروسته به د امریکا د سیاست ماهیت او موخې بیان کړو.

۱- د امریکا ولسمشر «بایډن» د ۲۰۲۱ میلادي کال د مارچ پر ۱۳مه د اسټرالیا له لومړي وزیر «سکاټ موریسون»، د هند له لومړي وزیر «نریندرامودي»، د جاپان له لومړي وزیر «یوشهیده سوګا» سره انټرنېټي کنفرانس ترسره کړه. په دغه هدف چې یاد درې واړه هېوادونه د چین له اقتصادي او نظامي ودې سره د امریکا د مخ کېدو محوري هېوادونه بلل کېږي. «بایډن» په دغه کنفرانس کې وویل: «په ارام اقیانوس او هند بحر کې ازاده سیمه زموږ د ټولو د راتلونکي لپاره یو اړین عامل دی. امریکا ثبات ته د رسېدو او تحقق لپاره ستاسو او زموږ ټولو تړون کوونکو سره د همکارۍ لپاره ځان ژمن بولي.» (سرچینه: ۲۰۲۱، د مارچ ۱۳مه، منځنی ختیځ ورځپاڼه)

تر دې وروسته د امریکا دفاع وزیر «لویډ استین» د ۲۰۲۱م کال د مارچ پر ۱۳مه وویل: «په نېږې راتلونکي کې به د یوې اونۍ لپاره اسیا ته د سفر په هدف لومړی «توکیو» او وروسته «نوي ډیلي» ته ولاړ شم. دغه سفر د سیمه‌ییزو همکاریو د ټینګښت په هدف ترسره کېږي چې د امریکا او نورو تړون کوونکو هېوادونو تر منځ له چین سره د مخ کېدو لپاره د یو باوري خنډ اېښودو لپاره ترتیب شوی دی.»

د امریکا دفاع وزیر به په «توکیو» او «سیول» کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره یوځای شي، څو هلته له خپلو سیالانو سره وویني او دغه لیدنه د چین د بهرنیو چارو وزارت له مسولینو سره د «بایډن» د ټیم تر لومړۍ ناستې وروسته (د چین له کمونیست حزب څخه د بهرنیو اړیکو مسول یانګ ګیشي او د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ یي) سره په «الاسکا» کې ترسره شوه. (سرچینه: ۲۰۲۱ م د مارچ ۱۴مه، منځنی ختیځ)

د دې ناستې اجنډا په هونګ کونک، شینګیانګ (ختیځ ترکستان)، تبت او ټایوان کې روان حالت او د بشري حقونو نقض و.

د ۲۰۲۱ م کال د مارچ پر ۲۰مه د امریکا دفاع وزیر «لویډ اسټین» وویل: «زه ټینګار کوم چې زموږ ټول تړون کوونکي باید له روسیې څخه د جنګي وسایلو پېرلو او له هرې هغې کړنې څخه مخنیوی دی چې د یاد هېواد د پیاوړي کېدو لامل کېږي. له دې پرته به هر ډول کړنه زموږ د بندیزونو لامل شي.» (سرچینه: ۲۰۲۱ م کال د مارچ ۲۰مه، الجزیره)

د هند لومړي وزیر «مودي» په ۲۰۱۸ م کال کې د روسیې له جمهور رییس «پوتین» سره د ۵.۴ میلیارده ډالرو په ارزښت د (S400) توغندویي سیسټم د پېرلو تړون لاسلیک کړ او له دې ډلې یې په ۲۰۱۹ م کال کې ۸۰۰ میلیونه ډالر د شوي تړون پر اساس له وړاندې ورکړل او تمه کېږي چې د دغه سیسټم لومړۍ محموله د روان کال په وروستیو کې هند ته وسپارل شي.

له هند څخه د «لویډ اسټین» د کتنې هدف پر روسیې هېواد فشار او د هغو هېوادونو د ایتلاف جوړول دي چې په سیمه کې د چین د نفوذ مخه ونیسي. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا دفاعي شرکتونو د میلیاردونو ډالرو په ارزښت قرادادونه په نظامي او جنګي وسایلو د هند د مجهز کولو لپاره لاسلیک کړي، چې د هغو له ډلې د «هند د وسله والو ځواکونوخوځېدو» برنامې په چوکاټ کې ۱۵۰ جنګي الوتکې او هلیکوپټرې اخیستل شوې دي. دغه هدف ته د رسېدو لپاره ټاکل شوې چې د همدې برنامې په چوکاټ کې ۲۵۰ میلیارده ډالر مصرف کړي. 

د یادولو وړ ده چې هند له روسیې څخه د وسلو تر ټولو ډېر پېرېدونکی هېواد دی او دغه هېواد اندېښمن دی چې د امریکا له بندیزونو سره مخ نه شي، څنګه چې ترکیه له روسیې څخه د دغه توغندویي سیسټم د پېرلو له امله له بندیزونو سره مخ شوه.

په ۲۰۱۴ م کال کې د «مودي» د دولت له پیل سره د امریکا او هندوستان اړیکې پیاوړې شوي دي، ځکه «مودي» تل د امریکا سیاست څاري. په ۲۰۱۶ م کال کې امریکا هند د خپل اصلي دفاعي شریک په توکه یاد کړ او له همغه وخته بیا تر اوسه امریکا له هند سره د وسلو د لېږد اسانتیا او د نظامي همکاریو ژوروالي په هدف یو لړ هوکړې لاسلیک کړې دي.

امریکا له هند څخه غواړي چې له روسیې څخه د (S400) توغندویي سیسټم او د نورو وسلو له پېر څخه ډډه وکړي، څو داسې نه شي چې له دغه هېواد څخه یې د وسلو پېر ته اړتیا پیدا نه شي او دا د هند د کنګرې د حزب د سیاست برعکس عمل دی چې د انګلیس پلوی دی. دا هغه حزب دی چې لسګونه کلونه یې پر هند حکومت کړی او شوروي اتحاد او تر هغه وروسته یې هڅه کوله چې دغه وسلې له روسیې څخه واخلي؛ چې امریکا پر هند مسلطه نه شي او خپل نفوذ پراخه نه کړي. کله چې امریکا د خپل مزدور حزب (جاناتا) پر واک ته رسېدو برالۍ شوه، هڅه یې وکړه چې د وسلو اخیستو او اردو په برخه کې هندوستان پر خپل ځان پورې وتړي، څو په دې سره د یاد هېواد سیاسي او نظامي چارې خپل په لاس کې واخلي او په هند کې د انګلیس شتون پایته ورسوي.

۳- امریکا په ورته وخت کې له چین سره خپلې مبارزې ته دوام ورکوي او په مستقیم ډول پر دغه هېواد فشار راوړي. د ۲۰۲۱ م کال د مارچ پر ۱۸مه په «الاسکا» کې د امریکا او چین د بهرنیو چارو وزیرانو تر ناستې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو زویر «انتوني بلېنکن» په یوه غونډه کې وویل: «د چین کړنې هغه نظام چې د نړیوال ثبات ضمانت کوي، ګواښي.» ده زیاته کړه: «په شینګیانګ (ختیځ ترکستان)، هونګ کونک او ټایوان کې به د چین د اوسني نظام د کړنو، پر امریکا د الکټرونیکي بریدونو او د خپلو تړون کوونکو پر وړاندې د اجباري اقتصاد په تړاو پر شته اندېښنو بحث وکړو. دا ټولې کړنې د اوسني نظام اساسات ګواښي، هغه نظام چې د نړیوال ثبات ساتونکی دی.» دا په داسې حال کې ده چې د چین د کمونیستي حزب د بهرنیو اړیکو مسول «یانګ ګیشي» وویل: «چین د دغه هېواد په کورنیو چارو کې د امریکا د لاسووهنې کلک مخالف دی... موږ په دې اړه خپل سخت مخالفت څرګندوو او د دغو لاسووهنو په تړاو به ډېر ژر لازم اجراات او ځواب ووایو. هغه څه چې باید لېرې شي، د سړې جګړې ذهنیت دی.» (سرچینه: ۲۰۲۱، د مارچ ۱۹مه، رویټرز)

امریکا غواړي د رواني او رسنیزې جګړې تر څنګ د خبرو له لارې پر چین مسقیم فشار راوړي، هغه رسنیزه جګړه چې له بشري حقونو څخه د سرغړونې له امله د نړۍ پر وړاندې د دغه هېواد حیثیت له منځه وړلو لپاره ده. امریکا دغه کار بشري حقونو ته د ارزښت او حرص درلودو په هدف نه کوي، بلکې پر دغه هېواد یې د فشار لپاره ترسره کوي. خو باید وویل شي چې امریکا په دغه کار کې بریالۍ نه وه. ځکه چینایانو له همغې نقطې څخه چې امریکا برید کړی، ځواب یې ورکړ. امریکا په کوردننه او بهر بشري حقونه تر پښو لاندې کوي او خپل ځان هم د چین غوندې د بشري حقونو پر نقض تورنوي. پر دې سربېره، امریکا پر نورو هېوادونو واکمني کوي، پر نورو د خپلې واکمنۍ تپلو لپاره هغوی ګواښي او د شتمنیو د لوټلو هڅه یې کوي.

۴- د بایډن په ریاست کې د امریکا نوی حکومت استمراري سوداګریزې جګړې ته چې د ټرمپ حکومت د چین هېواد پر وړاندې پیل کړی وه، اشاره کړې ده، خو له خپلو تړون کوونکو او نورو قدرتونو سره یوځای. د بایډن حکومت ځکه «بلېنکن» د بهرنیو چارو د وزیر په توګه وټاکه چې د چین پر وړاندې د بندیزونو له لګولو سره موافق و. «بلېنکن» د بهرنیو اړیکو کمېسیون پر وړاندې په سنا مجلس کې وویل: «له شکه وتلې خبره ده چې اوسمهال چین تر بل هر هېواد زموږ پر وړاندې تر ټولو ستر ګواښ بلل کېږي، امریکا ته اړتیا ده چې چین ته د نېږدې کېدو لپاره هڅه وکړي. البته د قوت پر اساس، نه د کمزورۍ. د دغه قوت یوه برخه به له تړون کوونکو هېوادونو سره ګډ کار او له نړیوالو موسیسو سره مشارکت وي... د دې خبرې اجازه راکړئ چې د چین پر وړاندې د پخواني جمهور رییس ټرمپ سخت دریځ نیول پر ځای وو. خو زه د هغه له څو کړنلارو سره موافق نه یم، د مبدا له اړخه ښه بنسټ و او زه پر دې باور یم چې زموږ په بهرني سیاست کې په عمل کې هم ګټور دی.» (سرچینه: ۲۰۲۱ م کال، د جنوري ۲۰مه، اناټولي خبري اژانس)

دا په دې مانا ده چې د چین پر وړاندې د امریکا سیاست بدل شوی نه دی، بلکې تر اوسه پر ځای دی، خو هغه کړنلارې به توپیر وکړي چې پخواني حکومت خپلې کړې وې.

د «چین د سیاست مهار» ته د پای ټکی اېښودل شوی او اوس له دغه هېواد سره د مخ کېدو سیاست پیل شوی، څو په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه د هغه د پراخېدو لپاره لازم او اړین ګامونه پورته شي.

۵- امریکا په ښکاره د چین له پراختیا په وېره کې ده. د دغه هېواد جمهور رییس «بایډن» په صراحت سره وویل: «که اقدام او حرکت ونه کړو، چینایان به زموږ «سباناری» هم وخوري. چینایان د رېل پټلۍ په برخه کې نوي نوښتونه لري... چین د ټیکنالوژۍ په برخه کې پرمختللي برېښنایي موټرونه لري.» بایډن زیاته کړه: «د ۲۰۲۱ م کال د فبرورۍ پر ۱۰مه مې د چین له ولسمشر «شي جینګ پینګ» سره د بې شمېره قضیو لکه بشري حقونه، امنیت او سوداګرۍ په اړه دوه ساعته خبرې وکړې.

د سپنې ماین ویاندې «جین ساکي» وویل: «زه باوري یم چې د جمهور رییس «بایډن» لیدلوری دا دی چې موږ له چین سره په سیالۍ کې یو او د دغه ګواښ ژوروالی ښکاره دی.» (سرچینه: ۲۰۲۱ م کال د جنوري ۱۲مه، وال سټریټ ژورنال)

«بایډن» یو ځل بیا پخپلو دغو خبرو سره د خپل هېواد اندېښنه څرګنده کړه: «د چین او متحده ایالاتونو تر منځ سخته سیالي شتون لري. چین هڅه کوي چې د قدرت او نفوذ له پلوه نړیوال قدرت شي، خو زه ژمن یم، تر هغه چې په سپینه ماڼۍ کې یم، اجازه به ورنه کړم چې داسې څه پېښه شي.» نوموړی به د نړۍ له نورو ۲۷ هېوادونو سره یوځای د چین پر وړاندې د راتلونکو ګامونو په اړه د همغږۍ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي. دا څه به د دې لامل شي چې له چین هېواد سره محاسبه وکړي او له دغه هېواد به وغواړي چې د چین د جنوبي سمندر په برخه کې مقرراتو ته درناوی وکړي. (سرچینه: ۲۰۲۱ م د مارچ ۲۵مه، الجزیره)

د «بایډن» حکومت په مارچ میاشت کې د «د ملي امنیت د ستراتیژۍ لپاره د لنډمهالې ستراتیژۍ لارښود» تر نوم لاندې وثیقه وړاندې کړه چې دا وثیقه د ملي امنیت د اژانس لپاره د نوي حکومت لارښوونې دي، چې دغه اژانس ته دا وړتیا ورکړي چې له نړیوالو ګواښونو سره د مخ کېدو لپاره پیاوړی شي. دا د لږ حجم درلودونکې وثیقې یوازې ۲۰ پاڼې دي او چین ۱۵ ځلې پکې یاد شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې روسیه بیا پنځه ځلې پکې یاده شوې ده.

۶- امریکا پر دې پوهېږي چې چین تر اوسه د دغه هېواد پر جنوبي سیند او شاوخوا سیمو پر واکمنېدو نه دی توانېدلی. په همدغه دلیل امریکا غواړي چې د نورو هېوادونو په مرسته پر دې سیمه د چین د واکمنېدو مخه ونیسي. همدارنګه متحده ایالاتونه په دې هڅه کې دي چې د ستر سیمه‌ییز هېواد په توګه له هر لوري چین کلابند وساتي. د چین په جنوبي سیند کې بې شمېره هېوادونه لکه اندونیزیا، مالیزیا، فلیپین او ویتنام شتون لري او امریکا هڅه کوي چې د چین پر وړاندې دغه هېوادونه تحریک کړي. دغه سیند ته نېږدې په ارام اقیانوس کې اسټرالیا هم شتون لري چې امریکا له دغه هېواد سره د چین پر وړاندې همغږې ده. د چین په ختیځ سیند کې جاپان، ټایوان او جنوبي کوریا هم شته چې دا هېوادونه هم د امریکا تړون کوونکي او ملاتړي دي.

امریکا د چین له خوا د ټایوان الحاق په داوطلبانه او مشروط ډول په رسمیت وپېژند، خو د ټرمپ د حکومت په دوره کې یې د دې سیمې په رسمیت له پېژندنې څخه شاته شوه. تر دې وروسته چین د ټایوان پر وړاندې د جګړې ګواښ وکړ او «ټرمپ» بیرته اړ شو چې پر خپل تصمیم له سره کتنه وکړي او د چین وحدت په رسمیت وپېژني. له چین سره د ټایوان الحاق د هغې هوکړې موضوع ده چې امریکا له چین سره په ۱۹۷۹ م کال کې لاسلیک کړه، څو دغه وحدت په تفاهم او په اقتصادي او سیاسي مسایلو کې د یو بل پر منلو حل شي. خو امریکا د دې هوکړې په پلي کېدو او تحقق کې خنډونه رامنځته کړل، ټایوان ته یې وسلې ورکړې او له سیاسي او اقتصادي پلوه د دغه هېواد ملاتړ کوي.

په هند او ارام اقیانوس کې د امریکا د سیمندري ځواکونو قومندان «فلیپ ډیویډسون» د ۲۰۲۱ م کال د مارچ پر لسمه دا چې شپږ کاله وروسته به چین له ټایوان سره جګړه وکړي، خبرداری ورکړ. نوموړي د امریکا په کانګرېس کې وویل: «دې ته اندېښمن یم چې چینایان د داسې پروژې پلي کېدو په هڅه کې دي چې په سیمه کې به د ستر نظامي قدرت په توګه د امریکا ځای په ۲۰۵۰ م کال کې ونیسي.» (سرچینه: ۲۰۲۱ م کال د مارچ ۱۱مه، الجزیره)

امریکا دې ته اندېښمنه ده چې چین به ټایوان له ځان سره الحاق کړي چې د امریکا په رسمیت پېژندلو سره به ټایوان هم د چین یوه برخه وبلل شي. خو امریکا د دغه کار د تحقق لپاره وخت نه ورکوي او ښکاره ده چې چین هم د امریکا له دغه کاره ستړی شوی دی او پوهېږي چې امریکا دغه وحدت نه غواړي. له همدې امله ټایوان د چین له جدي ګواښ سره مخ دی او چین په زور دا کار کولی شي. د دې تر څنګ چین اوسمهال نه غواړي چې په دې کړنې سره له امریکا او نورو هېوادونو سره خپلې سوداګریزې اړیکې پرې کړي او یا د امریکا له لوري له بندیزونو سره مخ شي.

۷- د روسیې موضوع له چین سره توپیر لري، ځکه روسیه د منځۍ اسیا پر ځینو سیمو قفقاز، د اروپا پر ختیځې برخې او حتا اوکراین واکمني لري. دا همغه سیمې دي چې د شوروي اتحاد په وخت کې هم روسیې پر یادو سیمو نفوذ درلود. امریکا له روسیې سره سیالي کوي او د هغې تر نفوذ لاندې سیمو ته مزاحمت کوي، څو هلته ځای پر ځای شي او خپل نفوذ پراخه کړي. خو امریکا تر اوسه پر دې کار نه ده بریالۍ شوې.

امریکا په ورته وخت کې په سیاسي، اقتصادي، رسنیزو او رواني برخو کې پر روسیه خپل فشارونه راوړي. په همدغه دلیل د امریکا جمهور رییس «بایډن» د روسیې سیاسي مخالف «الکسي ناوالني» په مسمومولو کې روسیه ګرمه وبلله او د دغه هېواد ولسمشر «پوتین» یې قاتل وباله. ده وویل: «د امریکا په مخکنیو ټاکنو کې د روسیې لاسووهنه به ناوړه پایلې ولري، که څه هم روسیه دغه لاسووهنه ردوي.» نوموړي ګواښ وکړ او ویې ویل: «پوتین به د دغو لاسووهنو بیه ورکړي. له «پوتین» سره مې چې په دې وروستیو کې یعنې په فبروري کې اوږدمهال ټلیفونې خبر درلودې، نوموړي ته مې د احتمالي غبرګون ګواښ وکړ.» هغه په دې اړه چې د امریکا غبرګون به څه وي وویل: «ژر به یې ووینئ». (سرچینه: ۲۰۲۱ م د مارچ ۱۷مه، اې، بي سي)

د امریکا له غبرګون څخه د «بایډن» هدف پر روسیې د لا ډېرو بندیزونو لګولو ته اشاره ده. جالبه دا ده چې د «پوتین» غبرګون نه یوازې دا چې ډېر کمزوری و، بلکې په ذلیلانه بڼه نرم و. هغه وویل: «مسکو به له واشنکټن سره خپلې اړیکې پرې نه کړي، بلکې د روسیې مصالحو ته په کتو به له متحده ایالاتونو سره کار ته دوام ورکړي.» (سرچینه: ۲۰۲۱ م د مارچ ۱۸مه، د روسیې ټلویزیون)

د روسیې دغه کمزوری دریځ او اندېښنه په اوکراین، کریمه او اروپا کې پر دغه هېواد د امریکا د بندیزونو، فشارونو او نورو بریدونو له کبله ده. د یادولو وړ ده چې د روسیې د پارلمان رییس «ویچسلاو والودین» پر «پوتین» د امریکا د جمهور رییس «بایډن» لفظي برید ټولې روسیې ته سپکاوی وباله او ویې ویل: «بایډن پخپلو دغو څرګندونو سره زموږ ټولو هېوادوالو ته سپکاوی وکړ.  دا لفظي برید د کمزورۍ له امله دی؟. «پوتین» زموږ ولسمشر دی او پر هغه برید د ټولې روسیې پر وګړو د برید په مانا دی.» (سرچینه: ۲۰۲۱م کال د مارچ ۱۷مه، د نن روسیه)

هغه څه چې روسیې ترسره کړل، په واشکټن کې یې خپل سفیر ور وغوښت او له هغه سره یې مشوره وکړه. نوموړي خپل ولسمشر اړ کړ چې له «بایډن» سره د لیدنې غوښتنه وکړې، خو د امریکا له لوري د هغه دغه غوښتنه رد شوه، چې دا پخپله بل سپکاوی بلل کېږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت یوه بیانیه خپره کړه چې په هغه کې ویل شوي: «ډېره د تاسف خبره ده چې امریکا د ویډیو کنفرانس له لارې له «ولادمیرپوتین» سره د «بایډن» له خبرو کولو ډډه وکړه، چې ټاکل شوې وه دواړه جمهور رییسان د ۲۰۲۱ م کال د مارچ پر ۱۹ او ۲۲مه د دوه اړخیزو اړیکو ، ثبات او ستراتیژۍ په تړاو بحث وکړي.

په دې ترتیب، امریکایي لوري له اوسنیو ستونزو څخه د وتلو لپاره د خبرو اترو بل فرصت هم له لاسه ورکړ  چې په دې برخه کې هم د ملامتیا ګوته امریکایي لوري ته نیول کېږي.» (سرچینه: ۲۰۲۱م کال د مارچ ۲۲مه)

۸- په همدغه دلیل، اوسمهال امریکا له ترکیې غواړي چې نه یوازې د امریکا له لوري د روسیې په اړه له پخواني ورکړل شوي سیاست څخه ډډه وکړي، بلکې د امریکا او نورو تړل شوو هېوادونو تر څنګ پر روسیه د فشار راوړلو لپاره یوځای شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «انتوني بلېنکن» له خپل ترکي سیال «مولود چاووش اغلو» سره تر کتنې وروسته د ۲۰۲۱ م کال د مارچ پر ۲۳مه په بروکسل کې وویل: «د امریکا او انقرې تر منځ پر اختلافونو سربېره، په ناټو تړون کې د واشنګټن او ناټو سازمان لپاره د ترکیې د پاتې کېدو او فعاله رول لپاره ډېر مصلحت شتون لري او دغه هېواد پخوانی تړون کوونکی او ناټو سازمان ته ډېر ارزښت لري.» (سرچینه: ۲۰۲۱ م کال د مارچ ۲۳مه، رویټرز)

د ناټو سرمنشي «ینس سټولټنبرګ» د ناټو هېوادونو او له اروپا څخه د دفاع لپاره د ترکیې خدمت وستایه او ویې ویل: «دا چې ترکیه د اورپا له غړیتوب څخه بې برخې ده او په هغه هېواد کې له عراق او سوریې سره پوله لري، په ختیځو برخو کې له ناټو څخه د دفاع لپاره ډېر مهم رول لوبوي.» (سرچینه: ۲۰۲۱ م د مارچ شپږمه، اناتولي خبري اژانس)         

«اردوغا» پر دې ستاینې خوښي څرګنده کړه او پر خپل ټویټرپاڼه یې ولیکل: «ترکیه به د ناټو د تړون کوونکې په توګه د نړیوال امنیت او سولې لپاره خپلو ټولو ژمنو او خدمت ته دوام ورکړي.» هغه امریکا چې پر ترکیه فشار راوړي، څو له روسیې څخه د (S400) توغندویي سیسټم پر پلور سترګې پټې کړي. ترکیه هم په دې برخه کې ځواب ویلو ته چمتو ده، البته تر هغه وروسته چې امریکا ترکیې ته د هغه د پېرلو اجازه ورکړه، څو په ترتیب سره روسیه هیله‌منده کړي چې د سوریې له نظام څخه د ساتلو لپاره د امریکا په خدمت کې ده او اوسه په سوریه کې د روسیې رول ته اړتیا نه لري. دا د هغه سیاست دوام دی چې پر ترکیې د فشار راوړلو لپاره د «ټرمپ» په حکومتولۍ کې ترې ګټه اخیستل کېده. د بایډن په ریاست د امریکا حکومت د ۲۰۲۱ م کال د جنوري پر پنځمه اعلان وکړ چې امریکا له ترکیې غواړي، څو د (S400) سیسټم له پلور څخه ډډه وکړي. د امریکا د دفاع وزارت ویاند «کیربي» وویل: «زموږ دریځ هېڅ نه دی بدل شوی او له ترکیې غواړي چې د (S400) سیسټم له پېرلو څخه ډډه وکړي.» لیدل کېږي چې ترکیه له خپل دریځ تېره شوې او دې ته یې غاړه اېښې ده چې د یونان غوندې عمل وکړي، چې توغندي په وسله‌تون کې وساتي او ګټه ترې وانه خلي. په دې اړه د ترکیې د دفاع وزیر «خلوصي اکار» وویل: «ترکیه چمتو ده چې له امریکا د اړیکو ښه کېدو لپاره له یاد هېواد سره د احتمالي معالمې په توګه او له هغو (S400) توغندویو څخه  چې له روسیې هېواد څخه یې اخیستې دي، نه کارېدو ته ژمنه پاتې شي.» هغه زیاته کړه: «موږ چمتو یو چې د یونان په کریټ جزیره کې د شته (S300) توغندیو پر سر هم خبرې وکړو.» (سرچینه: ۲۰۲۱ م کال، د جنوري نهه، د ترکیې د ازادیو ورځپاڼه)

قبرس هم په ۱۹۹۹ م کال کې له روسیې څخه یاد توغندي وپېرل، ترکیې اعتراض وکړ او په پایله کې یې له یونان سره دې هوکړې ته ورسېده چې یاد توغندي د «کریټ» په جزیره کې ذخیره کړي او د یونان مالونه وشمېرل شي، هغه توغندي چې یوازې په ۲۰۱۳ م کال کې یو ځل د نظامي تمرینونو لپاره ترې ګټه واخیستل شوه.

۹- له دې څخه ښکاري چې امریکا د روسیې پر وړاندې سیاسي، اقتصادي، رسنیز او رواني برید لپاره برنامې جوړې کړې دي، څنګه چې د چین پر وړاندې یې هم ورته برنامې برابرې کړې دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر  «انتوني بلېنکن» د دغه هېواد سنا مجلس ته په خبرو کې وویل: «روسیه د جدول په سر کې ده» ده زیاته کړه: «د ډېر شمېر ګواښونو په اړه مې خبرې وکړې، هغه څه چې روسیه یې له ځینو جبهو څخه په منظم ډول طرحه کوي، ستر ګواښونه بلل کېږي.» (سرچینه: ۲۰۲۱ د جنوري ۲۰مه، اناتولي)

د سپینې ماڼۍ ویاندې «جین ساکي» په دې اړه وویل: «روسیه باید د خپلو کړنو مسولیت پر غاړه واخلي، هغه شکونه چې روسیې له ۲۰۲۰ م کال راهیسې هڅه کړې چې د امریکا په ټاکنو کې لاسووهنه وکړي او دا څه د (CIA) سازمان راپور هم تاییدوي.» هغې زیاته کړه: «د جوبایډن په مشرۍ د امریکا حکومت د روسیې پر وړاندې پر یوې داسې تګلاره کار کړی چې د پخواني جمهور رییس «ډونالډ ټرمپ» له تګلارې سره بشپړ توپیر لري، روسیه باید د خپلو کړنو مسولیت پر غاړه واخلي.» (سرچینه: ۲۰۲۱م کال د مارچ ۱۷مه، رویټرز)

دا هغه رواني جګړه ده چې امریکا د روسیې پر وړاندې پیل کړې، چې دغه هېواد په ځینو قضیو کې وګواښي او په ځانګړي ډول دا چې له یاد هېواد څخه د چین پر وړاندې ګټه واخلي. څنګه چې تر دې وړاندې یې د سوریې له مسلمانانو څخه ګټه واخیسته، هغه مسلمانان چې د امریکا او د هغې د مزدورانو پر وړاندې راپاڅېدلي وو. په دې اړه د سپینې ماڼۍ ویاندې وویل: «د امریکا جمهور رییس «جوبایډن» به په یو مناسب وخت کې د روسیې له جمهور رییس «پوتین» سره وویني او د امریکا ولسمشر به له خپل دریځه تېر نه شي. له روسیې سره به اړیکې واضحې او ښکاره وي.» (سرچینه: ۲۰۲۱ م کال د مارچ ۱۹مه، رویټرز)

امریکا په ورته وخت کې څنګه چې د خبرو لپاره ډیپلوماټیکو اړیکو ته دوام ورکوي، د برید له اسلوبو هم ګټه اخلي، څو په دې سره وښيي چې د قدرت په مرکز کې ده او غواړي چې نور په کمزوري دریځ کې له هغې سره خبرې وکړي. په دې سره به امریکا خپلې ټولې غوښتنې او ټول هغه څه چې د امریکا د ګټو لپاره دي، پر هغې ور وتپي. دا همغه تګلاره ده چې «ټرمپ» هم کاروله، خو د تاوتریخوالي په دریځ سره. نوموړي نور ګواښل او په ورته وخت کې یې د خپلو غوښتونو د تپلو لپاره له هغوی سره ډیپلوماټیکې اړیکې هم ساتلې؛ څنګه چې له چین او شمالي کوریا سره یې ورته عمل وکړ. بایډن هم په ورته وخت کې غواړي چې په داخل کې هم د قوي ارادې په ښودلو سره خپل دریځ واکمن کړي.

۱۰- دا هم د امریکا یو سیاست دی چې د روسیې او چین تر منځ خنډونه رامنځته کړي چې د یادو هېوادونو تر منځ نېږدوالی هم له منځه یوسي. امریکا روسیه ځانته نېږدې کوي او د چین پر وړاندې ترې ګټه اخلي.

ښکاره ده چې امریکا خپل دغه سیاست ته دوام ورکوي، البته ذلت ته د روسیې تر کشکولو وروسته. په همدغه دلیل، امریکا د روسیې پر وړاندې د برید سیاست غوره کړی، څو په دې سره یاد هېواد دې ته اړ کړي چې د چین پر وړاندې له امریکا سره یوځای ګام پورته کړي. دې ته په کتو چې روسیه تمه لري امریکا یې ځانته نېږدې کوي او په نړیوالو چارو کې یې شریکوي. خو امریکا داسې څه نه غواړي، بلکې غواړي چې دغه هېواد د خپل سیاست پیروی کړي او د چین پر وړاندې ترې ګټه واخلي؛ څنګه چې په سوریه کې یې ترې ګټه واخیسته.

امریکا لومړی غواړي چې روسیه د یو لوی هېواد په توګه په نړیوالو چارو او یا د نړیوالو چارو په یوه برخه کې شریکه کړي. په همدغه دلیل یې د دغه هېواد منزلت د ترکیې په کچه د سوریې چارو ته راټیټ کړی دی، هغه هم یوازې هغه چارې ترسره کولی شي چې امریکا ورته شین څراغ وښيي. امریکا اوس هم هغه هېواد دی چې د پراختیاغوښتنې غرور پرې واکمن دی، دې ته په کتو چې په نړیواله کچه راټیټه شوې او په ناوړه حالت کې ده. په داخل کې هم لکه «چینجی» خپل ځان خوري.

۱۱- روسیه هڅه کوي چې له چین سره د امریکا پر وړاندې خپل دریځ پیاوړی کړي او کېدایشي پر دې پوه شوې وي چې امریکا د چین پر وړاندې له مسکو د ګټې اخیستو اراده لري. په همدغه دلیل د امریکا په دام کې نه ده راګیر شوې. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیانیه کې وویل: «ټاکل شوې چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر «لاوروف» د ۲۰۲۱ م کال د مارچ پر ۲۳مه له خپل چیني سیال «وانګ یي» سره د دواړو هېوادونو د ستراتیژیکو همغږیو په تړاو خبرې وکړې او په لوړه کچه د اړیکو پر ټینګېدو وغږېږي. دواړه هېوادونه په نړیوالو قضیو کې ورته دریځ نیولو ته ژمن دي او په نړیوال سیاست کې هم همغږیو ته دوام ورکوي.» (سرچینه: ۲۰۲۱ د مارچ ۲۲مه، نووسټي)

د روسیې او چین د بهرنیو چارو د وزیر تر کتنې وروسته «لاوروف» وویل: «دواړو هېوادونو د دوستۍ او همکارۍ هوکړه د پنځو نورو کلونو لپاره هم وغځوله.» د چین د بهرنیو چارو وزیر وویل: «د تېرو شلو کلونو په اوږدو کې دې هوکړې د چین او روسیې د اړیکو د ودې او دوام لپاره د یو قانوني بنسټ په توګه رول لوبولی او د دواړو لورو د اړیکو په پراختیا کې یې مرسته کړې ده.» (سرچینه: ۲۰۲۱ م کال د مارچ ۲۳مه نووسټي)

خو پر دې ټولو سربېره، تر اوسه دا هوکړه له امریکا سره د مخ کېدو لپاره په نړیوال ګډ کار او دوه اړخیزه تړون نه ده بدله شوې. ځکه دواړه هېوادونه هڅه کوي چې له امریکا سره یوې هوکړې ته ورسېږي او دغه هېواد ته ځان نېږدې کړي. په ښکاره روسیه نه غواړي چې چین ته نېږدې شي، په داسې کچه چې په بشپړه توګه د دغه هېواد باور تر لاسه کړي. ځکه په دې کار سره په نړیواله کچه هغه ځای چې د امریکا تر څنګ د نړۍ دویم هېواد شي، له لاسه ورکوي. نو په همدې سره له امریکا سره نورو شخړو راپورته کېدو ته لمن نه وهي، چې ګنې بیا به په اوکراین، کریمه، منځنۍ اسیا او قفقاز کې ورته ستونزې پیدا کړي.

۱۲- امریکا غواړي چې خپل تړون کوونکي هېوادونه پر ځان راټول کړي او په دې سره د روسیې او چین پر وړاندې خپله مبارزه اعلان کړي. په ورته وخت کې غواړي چې د خپلو تړون کوونکو په زړونو کې خپل ډار او وېره نوې کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د ناټو په مقر کې د دغه سازمان له سرمنشي «سټولټنبرګ» سره تر کتنې وروسته وویل: «راغلی یم چې له دغه سازمان څخه د امریکا بشپړ ملاتړ اعلان کړم، څو دغه ګډون نوی شي. موږ غواړو چې دغه تړون له خپلو شریکانو سره په ناټو کې لومړۍ مقام ته ورسوو.» ده زیاته کړه: «دغه تړون د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د ګواښونو له امله په حساس پړاو کې دی او امریکا په وار وار په افغانستان کې مسایلو ته له سره کتنه کوي او ډېر ژر به په دې اړه له خپلو تړون کوونکو سره مشوره وکړي.» (سرچینه: ۲۰۲۱ د مارچ ۲۳مه، فرانس۲۴، رویټرز)

امریکا غواړي چې په یوه غشي دوه نښانه وولي: هم غواړي چې د خپلو تړون کوونکو په زړونو کې خپل ډار او وېره نوې کړي او هم غواړي چې په اروپا کې له روسیې او چین سره مخامخ کېدل اعلان کړي.

امریکا پر المان فشار راوړي، څو ځان اورپا ته د ګازو د لېږد لپاره له «شمالي ۲ جریان» څخه چې د بالتیک تر سیند لاندې د روسیې او المان تر منځ تېرېږي، صرف نظر وکړي. امریکا د ۲۰۲۰ م کال په جنوري میاشت کې پر هغو شرکتونو سخت بندیزونه ولګول چې په دې پروژه کې یې ګډون کړی او د نل لیکو غځېدو درېدو غوښتنه یې وکړه. امریکا همدارنګه غواړي د دې پروژې پر تمویلوونکي الماني صندوق بندیزونه ولګوي. د المان کابینې دا موضوع وغندله او ویې ویل: «پر الماني او اروپايي شرکتونو د بهرنيو یو اړخیزه بندیزونو په تړاو د المان حکومت باید دا فکر ونه کړي چې دا بندیزونه پر صندوق نه دي... برلین د ګازو پر دې نل لیکې د امریکا بندیزونه سخت غندي...» (سرچینه: ۲۰۲۱ د مارچ لومړۍ، سپوټنیک)

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند «نید برایس» وویل: «د بهرنیو چارو وزیر بلېنکن له خپل الماني سیال «هایکو ماس» سره د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په څنډه کې په بروکسل کې ولیدل او د امریکا له تړون کوونکو سره یې د روسیې د هغو هڅو د مخنیوي لپاره چې امنیت ته ګواښ پېښوي، خبرې وکړې.» (سرچینه: ۲۰۲۱ م کال د مارچ ۲۴مه، د.ب.ا)

دا هغه سیاست دی چې امریکا یې د ټرمپ د واکمنۍ له وخته څاري او د بایډن په حکومت کې هم همدا سیاست څارل کېږي. امریکا غواړي چې له اقتصادي پلوه پر روسیه برید وکړي او له اروپا سره د دغه هېواد اړیکې ترینګلې کړي. همدارنګه المان دې ته اړ کړي چې په ټیټ کیفیت او لوړه بیه امریکایي ګاز وپېري.! 

۱۳- په وروستیو کې باید ووایو: امریکا هغه هېواد دی چې ځان زبرځواک بولي... نړۍ یې پخپل ظلم او فشار کلابنده کړې او تل د نورو هېوادونو او خپلو وګړو پر وړاندې ناوړه کړنې ترسره کوي. الله سبحانه وتعالی څومره ښه فرمایلي دي:

﴿أَفَأَمِنَ الَّذِينَ مَكَرُوا السَّيِّئَاتِ أَنْ يَخْسِفَ اللَّهُ بِهِمُ الْأَرْضَ أَوْ يَأْتِيَهُمُ الْعَذَابُ مِنْ حَيْثُ لَا يَشْعُرُونَ (45) أَوْ يَأْخُذَهُمْ فِي تَقَلُّبِهِمْ فَمَا هُمْ بِمُعْجِزِينَ﴾ 

[نحل: 45-46]

ژباړه: ایا دسیسې جوړونکي له دې نه ناخبره دي چې کېدایشي الله سبحانه وتعالی هغوی په ځمکه کې رانسکور کړي او یا له هغه الهي عذاب سره مخ شي چې تمه یې نه کوي.

د حزب التحریر امیر

ژباړه: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې